د لوګر د مدني ټولنې لسګونه فعالانو او اوسیدونکو نن د پل علم ښار د ښاروالۍ مخې ته د تحصن خیمې وهلي دي.
دوی د لوګر والي او ښاروال په پل علم ښار کې د شنو ساحو په پلورلو تورنوي.
په ولسي جرګه کې د لوګر استازي اکبر ستانکزي چې؛ د دغه تحصن مشري کوي؛ آزادي راډیو ته وویل، چې د ښاروال تر ګوښه کېدو به خپل تحصن ته دوام ورکړي.
د لوګر والي نیاز محمد امیري بیا له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې روان تحصن د خلکو حق وباله؛ خو هغه یې د ځان پر وړاندې د ځینو کړیو دسیسه یاده کړه.