اسراییل او فلسطین د اوربند په اړه یو بل ګواښونه کوي

په داسې حال کې چې اسراییل او فلسطینیان یو بل ته ګواښونه کوي؛ د دواړو لورو تر منځ په مصر کې د اوربند په اړه خبرې تر فشار لاندې دي.

په دغو مذاکراتو کې د فلسطین استازی وایي؛ که اسراییل په دغو خبرو کې پرته له مخکینیو شرطونو ګډون ونه کړي؛ نو دوی به نن له قاهرې څخه ووځي.

اسراییل ټینګار کوي چې، پر دوی د وسله والو د راکټي حملو تر درېدو به په دغو خبرو کې برخه وانه خلي.

اسراییلو پرون پر غزې پنځوس هوایي حملې وکړې چې؛ په ځواب کې یې د غزې له لوري د اسرایلو پر جنوب پنځه ویشت راکټونه وویشتل شول.

د اسرایلو او حماس ترمنځ په جګړه کې چې د جولای له لومړیو پيل شوې؛ څه باندې ۱۹۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې؛ زیاتره یې ملکیان دي.

په اسراییلو کې بیا په همدې موده کې ۶۴ سرتیري او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.