عبدالله عبدالله وايي هیله مند دی روانه انتخاباتي لانجه به ژر حل شي

د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله وايي؛ افغانستان نوي مرحلې ته داخلیږي او هیله مند دی چې؛ روانه انتخاباتي لانجه به ژر حل شي.

له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې عبدالله ویلي؛ د رایو د تفتیش بهیر باید د ټاکلي مهالویش له مخې پر وخت پای ته ورسیږي؛ څو د ناټو د راتلونکې سرمشریزه لپاره افغانستان نوی ولسمشر ولري.

نوموړي ویلي، دی نه وايي چې ټولې ستونزې حل شوي؛ خو حالاتو ته هیله مند دی.

عبدالله عبدالله او د ولسمشرۍ بل کاندید اشرف غني احمدزي کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ورستي سفر پر مهال د ملي یووالي د حکومت جوړولو موافقه لاسلیک کړه.