په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي موادو ۱۴ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي

له مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه یي موادو د څوارلسو قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکوي.

د دغه مرکز په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې؛ دا کسان په تېره یوه اوونۍ کې په کابل، کندز، ننګرهار، هلمند او زابل ولایتونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي او څیړنې ترې روانې دي.

د اعلامیې له مخې دغو کسانو غوښتل یوه ډېره اندازه تریاک او هیرویین نامعلومې سیمې ته ولیږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې، تېره اوونۍ هم دغه مرکز شپږ اویا تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ ته معرفی کړي وو.