اوباما: په عراق کې د امریکا پوځي اقدامات سمې کړنې دي

د امریکا جمهور رییس باراک اوباما ویلي په عراق کې د امریکا متحده ایالتونو پوځي اقدامات او بشردوستانه مرستې سمې کړنې دي.

اوس وخت امریکایان زرګونه هغو عراقیانو ته مرستې رسوي چې؛ د اسلامي دولت د وسله والو له ویرې په غرونو کې پټ شوي دي.

اوباما په خپله اوونیزه وینا کې د شنبې په ورځ ویلي امریکايي پوځیان به په عراق کې بېرته جګړې ته نه ستنیږي خو د دغو تروریستانو پر ضد به خپلې حملې جاري ساتي.

« ما امریکايي پوځیانو ته د مشخصو اهدافو پر سر د هوايي حملو اجازه ورکړه ددې لپاره چې عراقي پوځیانو سره مرسته وشي څو یرغمل پاي ته ورسوي او دا کورنۍ وژغوري. د همدې اوونۍ په پیل کې یوه غمځپلي عراقي ژړل او ویل یې چې هیڅوک زمونږ مرستې ته نه راځي. دا دی نن امریکا ورسره مرسته کوي.»

پنټاګون ویلي یواځې نن امریکايي پوځیانو د بشردوستانه مرستو په دوام د امریکايي پوځیانو د خوړو ۲۸۰۰۰ بستې او د څښاک پنځه نیم زره لیټره اوبه هغو سیمو ته د هوا له لارې ورغورځولي چې عراقیان د اسلامي دولت د وسله والو له ویرې پټ دي.

ولسمشر اوباما ویلي ددې لپاره یې د اسلامي دولت پر پوځیانو د هوايي حملو اجازه ورکړې چې غواړي د مذهبي اقلیتونو ځپل بند شي او امریکايي پوځیانو خوندي و اوسي.

امریکايي پوځیانو د عراق په شمال کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد دویم ځل هوايي حملې پیل کړې.