د اسراییلو پوځ نن د غزې په تړانګه کې بیا هوايي حملې پیل کړې

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د اسراییلو پوځ نن د غزې په تړانګه کې بیا هوايي حملې پیل کړې.

د اسراییلو د حکومت ویاند مارک رېګېو د اوربند Mark Regev د اوربند د ماتېدو پړه پر حماس واچوله او ویې ویل:

″اسراییلو غوښتل دا اوربند نافذ بریالی شي، موږ د غزې له تړانګې خپل ځواکونه واېستل، په غزه کې مو د تروریستانو پرضد خپل ټول عملیات بند کړل او بشپړ دفاعي موقف مو ونیو خو حماس نن سهار پر اسراییلي اهدافو او د سرحد په اوږدو کې پر استوګنځایونو حملې بیا پیل کړې.″

د اسراییل او فلسطینۍ حماس ډلې ترمینځ د درې ورځني اوربند موده نن پای ته ورسېده او له دې سره څه باندې لس توغندي له غزې پر اسراییلو راپرېوتل.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په غزې ښار کې یوه جومات ته نژدې د اسراییلي پوځ په حملو کې یو لس کلن ماشوم وژل شوی او شپږنور ټپیان دي.

د دواړو خواوو بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې په قاهره کې د اسراییلو او د فلسطینیانو د بېلابېلو ډلو د استازو ترمینځ د تېرې شپې اوږدې خبرې له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې.

د حماس یوه ویاند فوزي بارهوم وویل چې دې ډلې د اوبند د مودې د غځولو وړاندیز ځکه رد کړچې اسراییلو د فلسطییانو د غوښتنو له منلو ډډه وکړه.

د فلسطینانو د قلمرو د محاصرې ختمول او د یوه سمندري بندر پرانیستل د فلسطیني لوري د غوښتنو په سر کې وو او د اسراییلو مهمه غوښتنه د غزې بې وسلې کول و چې حماس رد کړه.

د لبنان پخوانی صدراعظم سعدحريري له درې کلن اختیاري تبعید وروسته نن لبنان ته ستون شو.

حریري بیروت له رسېدو وروسته سمدستي له صدراعظم تمام سلام سره خبرې وکړې.

لبنان ته د حریري ناڅاپه ستنېدل په داسې حال کې اعلانېږي چې له سوریې څخه افراطي سني وسله والو په لبنان کې خونړۍ حملې پیل کړي.

دا وسله وال چې د لبنان او سوریې د ګډ سرحد په اوږدو کې یې پر یوه ښارګوټي ولکه ټینګه کړې وه.