سیستاني وايي، هغه سیاستوال چې پرخپلو څوکیو پورې نښلي، لویه سهو کوي

د عراق ستر مذهبي مشرایت الله علي سیستاني وايي، هغه سیاستوال چې پرخپلو څوکیو پورې نښلي، لویه سهو کوي.

په غالب ګومان د دې وینا پیغام صدراعظم نوري المالکي ته دی چې غواړي د دریم ځل لپاره ځان دې مقام ته کاندید کړي.

السیستاني دا څرګندونې په کربلا ښار کې د جمعې د لمانځه پرمهال په خپل وعظ کې وکړې چې ویاند یې واوروله. نوموړي د عراق له دښمنو سیاسي دلو وغوښتل چې داسې صدراعظم غوره کړي چې د اسلامي دولت د وسله والو ګواښ له مینځه یوسي.

د عراق سني، کرد او ځینې شیعه ډلې پر شیعه المالکي تور لګوي چې د ده فرقوي حکومت د سني وسله والو د بغاوت باعث شوی.