د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، تر اوسه شاوخوا څلور زره او شپږ سوه او شپږ اوویا د رایو صندوقونو کتل شوي دي.
د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، تیره ورځ د کابل، وردګ، پکتیکا، هرات،کندز، بغلان، لوګر، غزني، سرپل او پکتیا پنځه سوه او شپږ نوي د رایو صندوقونه تفتیش شول.
ښاغلي نور زیاته کړه، تیره ورځ په عمومي ډول یو زرو نهه پنجوس ناظرانو د رایو د تفتیش له بهیره څارنه وکړه.
ښاغلي نورهمدا رنګه وویل، چې په راتلوونکې اوونۍ کې به د رایو د باتلیدو پروسه هم پیل شي.