د عراق او شام اسلامي دولت جنګیالیو د عراق په شمال کې عیسوي ښار ګوټی او د هغه چارچاپیره سیمې ترخپل ولکې لاندې راوستي او زیات شمېر خلک له دغه ښاره کډه کولو ته اړ شوي.
د سني افراطیانو له خوا د قراکوش له نیولو وروسته دروانې اونۍ په پای کې دا د کردي پیشمرګه جنګیاليو سخته ماته بلل شوې.
د اسلامي دولت جنګیالیو د، ټال، کیف، بارتیلا او کارامالیش عیسوي ښارګوټي هم نیولي دي.
د کردي ټلویزیون د راپورله مخې محمور او ګوار دوه ښارونه چې د کردي ښار لویدیځ په ۴۰ کیلومتری کې موقعیت لري هم د اسلامي دولت د جنګیالیو کنټرول لاندې راغلي.