پر کونړ د ډیورند کرښې له هغې غاړې ۹۵ توغندي توغول شوي

د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايې، چې له تیرې شپې څخه د نن ترلسو بجو پورې د ډیورند کرښې له هغې غاړې څخه ۹۵ توغندي په دې ولایت توغول شوي دي.

د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیوته وویل، چې دغه توغندي په دانګام او شیګل ولسوالیو کې لګیدلي خو مرګ ژوبله نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو د لاسوهنو په اړه د افغان حکومت اندیښنې زیاتې شوي او روانه اونۍ د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی وو.