د اسراییل او فلسطین پلاوي قاهرې ته رسیدلی

د اسراییل او فلسطین پلاوي قاهرې ته رسیدلی چې په غزې تړانګه کې د اوربند پرټینګیدو خبرې وکړي.

په فلسطیني پلاوي کې د حماس او جهاد اسلامي ډلې غړي شامل دي.

د فلسطین یوه مهمه غوښتنه دا ده چې اسراییل پرغزې تړانګې خپله محاصره د اوږدمهال لپاره د یوه اوربند له لارې لرې کړي.

وروسته له هغې چې اسراییلي پوځیان پرون له غزې تړانګې ووتل ورسره جوخت یو درې ورځنی اوربند هم پيل شو.

پر غزې تړانګې د اسراییلو په نهه ویشتو ورځنیو حملو کې یو زر او اته سوه او پنځه اویا فلسطینیان وژل شوي چې په ځواب کې حماس ډلې ۶۷ اسرایلیان چې اکثر یې پوځیان دي په خپلو راکټي حملو کې وژلي دي.