م.م: په اوکرایین کې د وروستیو کړکېچونو له کبله ۲۸۵ زره کسان له خپلو کورنو څخه وتلي

د ملګروملتونو د کډوالو چارو اداره وایې، د اوکرایین په ختیځ کې د وروستیو کړکېچونو له کبله ۲۸۵ زره کسان له خپلو کورنو څخه وتلي دي.

د یو ان اچ سي ار د اروپایې څانګي مدیر وینسینټ کوچېتل ویلي د اوکرایین سیمه يیزو چارواکو تراوسه شاوخوا ۱۱۷ زره کسان راجستر کړي چې د اوکرایینو له ختیځه د دغه هېواد نورو برخو ته کډه شوي دي.

هغه وویل، د جون له لومړیو څخه تراګست پورې د هغو کسانو شمېرچې د اوکرایین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ترکنټرول لاندې لوهانسک او دونیڅک سیمو څخه وتلي دي، له ۲۶۰۰ څخه ۱۰۲۶۰۰ کسانو ته لوړه شوې ده.

یو ان اچ سي ار د روسي چارواکو له قوله وایې، د روان کال له پیله ۷۳۰ زره اوکرایینیان روسیې ته تللي دي.

کوچېتل په جینوا کې خبري غونډي ته وویل، چې د روسي چارواکو دا شمیره ورته د منلو ده:

″موږ د روسي چارواکو له قوله دا اټکل کوو او باور لرو چې دا شمېره سمه ده چې شاوخوا ۷۳۰ زره اوکرایینیان د روان کال له پیله د روسیې لوري ته اوښتي دي.″

یو ان اچ سي ار وایې، شاوخوا اتیا فیصده اوکرایینیان د روسیې سره په سرحدي سیمو کې ژوند کوي او یو شمېر نور یې د دغه هېواد په نورو برخو کې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره اوسیږي.

په همدې حال کې په ملګروملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکېن پرون د ملګرو ملتونو پرامنیت شورا غږ وکړ، چې د اوکرایین د کړکېچ په اړه یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړي.