بان کي مون: د اذربايجان او ارمنستان پوځونه دې له تاوتريخوالي لاس واخلي

د ملګروملتونو سرمنشي بان کي مون د اذربايجان او ارمنستان د پوځونو څخه غوښتنه کړې ده چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

ده له يادو شويو خواوو څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې د اوربند پرموافقه ليک عمل وکړي.

د بان کي مون دا غوښتنه له هغه وروسته وشوه چې څو ورځې مخکې د ناګورنو قراباغ په سيمه کې د اذربايجاني او ارمينيايي پوځيانو ترمنځ سخته نښته پیل شوه.

د مګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې؛ دی د ناګورنو کاراباخ په سيمه کې په نښته اندېښمن دی.

ده ويلي دي چې د منسک د ډلې او د اروپايي اتحاديې د امنيت او همکارۍ د ادارې له خوا د شخړې د ختمولو لپاره د هڅو ملاتړکوي.

د اروپايي اتحاديې د امنيت او همکارۍ اداره د ناګورنو کاراباخ د نښتې د حل لپاره منځګړيتوب کوي.

د اذربايجان د دفاع وزارت وايي چې؛ د ناګورنو کاراباخ سره پرپوله يې د ارمنستان د ځواکونو سره په نښته کې ۱۵ پوځيان وژل شوي دي.

د ناګورنو کاراباخ د رسمي چارواکو د راپورله مخې د اذربايجان پنځه پوځيان وژل شوي دي.

د ارمنستان جمهور ريس سرژ سارکوزيان او د اذربايجان ولسمشرالهام عليېف دواړو يو او بل د اوربند د موافقې څخه په سرغړونه تورن کړی دی.

د کارنيګې د سولې د نړېوال انستيتوت د جنوبي قفقاز د چاور کارپوه تامس ډي وال د ازادي راډيو له مرکزي څانګې سره په خبروکې وويل چې؛ دا څرګنده نه ده چې د نښتې پيل کومې خوا کړی دی. ده زياته کړه:

″په عمومي توګه دا نښته يو منطق لري او هغه دا چې يو لور يې پيل کوي او بل غبرګون ښيي.

له څو پېښو وروسته دا څرګنده نه ده چې لومړی تېری چا کړی دی. خو په حقيقت کې دواړې خواوې تېری کوونکې دي ځکه چې له پخوا هم دا حال روان دی.″

د اروپايي اتحاديې د امنيت او همکارۍ په اداره کې امريکايي غړی جېمز وارليک د اذربايجان او ارمنستان د ولسمشرانوڅخه غوښتنه کړې ده چې د دې شخړې د حل لپاره سره يوځای کښيني او خبرې وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزيرسرګي لاوروف ويلي دي چې؛ د دې هېواد ولسمشر ولاديميرپوټين به د ارمينستان د جمهورريس سارکوزيان او د اذربايجان ولسمشرالهام عليېف سره د دې اوونۍ په پای کې د سوچي په ښارکې ليدل کتل وکړي.

د ارمنستان صدراعظم هووک ابراهاميان ويلي دي چې؛ دغه غونډه کېدای شي د اګست د مياشتې په ۸مه يا ۹مه وشي. خو د اذربايجان چارواکو د دې غونډې تائيد نه دی کړی.

د ناګورنو کاراباخ په سيمه کې شخړه په نيويمه لسيزه کې رامنځته شوه.

د ۱۹۹۰ م کال په جګړه کې ارمنستان پلوه جلاغوښتونکو د اذربايجان هغه سيمه ونيوله چې په کې د ارمنيايانو اکثريت وو. په دغه جګړه کې ۳۰،۰۰۰ کسه ووژل شول.

د دې شخړې د حل لپاره تراوسه کومو ډپلوماټيکو هلوځلومثبته نتيجه نه ده ورکړې.