د انتخاباتو په اړه تراوسه هرې هڅې نوې سیاسي ناندرۍ زیږولي

د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو د رایو د تفتیش پروسه تراوسه له ستونزو او ځنډ سره مله وه.

د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د دغه بهیر د ګړندي کیدو لپاره هڅو د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ نوي اختلافات راپورته کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د تفتیش بهیرګړندي کیدو او قاطعیت ته اړتیا لري ترڅو په هېواد کې د بې ثباتۍ په اړه هغه اندیښنې لرې کړي چې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو په درشل کې زیاتې شوي دي، خو په دې برخه کې تر اوسه هرې هڅې نوې سیاسي ناندرۍ او ابهامونه زیږولي دي.

د انتخاباتو چارواکي باید د کورنیو او نړېوالو څارونکو او دغه راز د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د استازیو په حضورکې څه باندې اته میلیون رایې تفتیش کړي.

د رایو پاڼوهر صندوق باید وکتل شي او که هر انتخاباتي ټیم یې په اړه شکایت لري، صندوق د نورو څیړونو لپاره یوې خوا ته ایښودل کیږي.

د انتخاباتو دواړه ټیمونه ادعا کوي چې د یو شمېر رایې پاڼو په اړه چې ورته ټیک مارک یانښه شوي، شک لري چې دې مسالې ته په پام سره یواځې د یوه صندوق د رایو د تفتیش په اړه د دواړو لورو ترمنځ راپورته شوې دعوا څلور ساعته دوام کړی دی.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس ته ویلي چې موږ د راییو د تفتیش لپاره یو طرز العمل لرو، چې پر اساس یې مشکوک صندوقونه له نورو بیلوو.

خو د اژانس په وینا د دوشنبې د ورځې د سهارني کاري شیفت ترپای ته رسیدو پورې د نژدې درویشت زره صندوقونو له ډلې د یوه صندوق پر سر دعوا نه وه پای ته رسیدلې.

د اشرف غني د ټیم یوه غړي سلیم پکتین وویل، د اختلاف وړ اساسي مساله د تیک مارکونو ده.

دغه راز د رایو په ځینو مرکزونو کې په صندوقونو کې د کارتونو د شمېر په نسبت ډیرې رایې پاڼې اچول شوي او کله هم د رایې پاڼې په شا ټاپه نه ده وهل شوې.

د هغه په وینا که دواړه خواوې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکی جوړ رانه شي، په هغه صورت کې موږ د ملګروملتونو له فني کارپوه څخه مرسته غواړو.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرسر راپورته شوی کړکیچ چې په دې هېواد کې یې د ۱۹۹۰ لسیزې د کورنۍ جګړې د پیلیدو اندیښنې راپارولې وې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړیتوب پای ته ورسید.

د فرانسپرس خبري اژانس په وینا د دوشنبې د ورځې تر ماسپښینه پورې د ۲۳ زرو صندوقونو له جملې شاوخوا دوه زره صندوقونه تفتیش شوي و او راتلونکې اونۍ په بله مرحله کې به د تقلبي راییو د باطلیدو کار پیل شي چې د اژانس په وینا په دې برخه کې تر اوسه ډیری فني ستونزې نه دي هوارې شوي.

یوه نړېوال څارونکې د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس ته ویلي چې تر اوسه ټول مسایل نه دي هوار شوي، د هغه په وینا په دې اړه چې یو صندوق د ابطال پروسې ته واستول شي او کنه؟ اصول او مقررات تغیر مومي او داسې ښکاري چې ټول چارواکي نه شي کولای نوي اصول او مقررات ولولي.

دغه څارونکي ویلي، کله د یوه میزټیم پنځه صندوقونه تفتیشوی ولې په عین وخت کې بل میزیوصندوق هم نه تفتیشوي.

د فرانسپرس په وینا په اوس وخت کې چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امریکا تر مشرۍ لاندې پوځي عملیات په کمیدو دي او د دې لپاره چې په دې هېواد کې نا امني زیاته نه شي او اقتصادي وضعیت له دې زیات خراب نه شي، دا ډیره مهمه ده چې نوی قانوني حکومت ډیر ژر واک ته ورسیږي.

د ولسمشرحامدکرزي د ځای ناستې لپاره د لوړې مراسم د روانې میاشتې په پای کې په پام کې نیول شوي خو د رایې پاڼو د تفتیش او تقلبي رایو د ابطال خنډنۍ پروسې ته په پام سره شک کیږي چې؛ د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي به وکولای شي تر ټاکلې مودې د انتخاباتو لانجه پای ته ورسوي او ګټونکی ولسمشر اعلان کړي.