اسراییلو له غزې څخه خپل ټول پلي ځواکونه وایستل

د اسراییلو پوځ وایې د دوي او حماس تر منځ د دوه اویا ساعته اوربند له پیدو سره یې له غزې څخه د خپلو ځمکنیو ځواکونو ایستل بشپړ کړي.

د اسرییلو د پوځ یو چارواکي "پیټر لیرنر" ویلي؛ چې سرتیري او ټانکونه یې د غزې له سرحد سره په یوه دفاعي حالت کې ځای پر ځای کړي دي.

دواړو لورو د اوربند تر پیلېدو مخکې پر یو بل حملې وکړې؛ خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

حماس د اسراییلو د عامه وژنې د غچ اخیستلو په نامه پر دوی راکټونو وتوغول او اسراییلو هم تر اوربند مخکې پر غزې پنځه هوایي حملې وکړې.

د حماس او اسراییلو په نږدې یوې میاشتنې جګړې که شاوخوا ۱۸۵۰ فلسطینیان چې زیاتره یې ملکیان دي؛ وژل شوي او په اسراییلو کې بیا د حماس په راکټې حملو کې ۶۷ کسان وژل شوي چې زیات شمیر یې په کې سرتیري دي.