Audio
وری ۲۷, ۱۳۸۲
Your browser doesn’t support HTML5
اړوند مطالب
د فرانس پرس اژانس په يوه رپوټ کې ليکى چې د ننګرهار په سره رود کې د مين پاکى د يوه افغانى کارکونکى وژنه ددى سبب شوه چې په افغانستان کې د ميلونونو، ځمکنى مينونو د خطر په هکله ملګرى ملتونه يو ستر کمپاين پيل کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مشر کوفى عنان خاص استازى لحضر براهيمى پدي اړوند وويل چې " دا يو ډول جګړه ده چې مونږ پرى بوخت يو، او مونږ وياړو چې پدي ډول جګړه کې ونډه اخلو، ځکه چې دا د بى وزلو انسانانو د ژغورنى جګړه ده." نوموړي زياته کړه چې دا د هغو خوفيه قاتلينو په ضد جګړه ده چې انسانى ژوند ته د احترام نه لرونکو له خوا ښخ شويدي. په يوه بل رپوټ کې ويل شويدى د ملګرو ملتو هيات يا يوناما پدى بريالى شوه چې په ميمنه کې د سيالو ډلو ترمنځ اوربند ټينګ کاندى. پدغه سيمه کې تاو تريخوالى د حمل د مياشتى د يوويشتمى راپديخوا پيل شوي ؤ.
بندول
زنده
کورپاڼه
راپورونه
افغانستان
سیمه
منځنی ختیځ
نړۍ
خبرونه
افغانستان
نړۍ
مرکې
اونیزې خپرونې
انځوریزه برخه
ورزش
د کډوالۍ بحران
'کووېډ-۱۹'
اړیکه
د خپرونو جدول