د رایو د تفتیش درول شوی بهیر د یکشنبې په ماسپښین بیا پیل شو

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش درول شوي بهیر نن د ماسپښین په دوو بجو پیل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا د تفتیش په دې پروسه کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم څارونکو برخه نه ده اخیستې خو په سلګونو نور نړېوال او ملي څارونکي به دا پروسه له نږدې څاري.

په ورته وخت کې د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي دفترمشر په یوه خبري غونډه کې په دې اړه عکس العمل ښکاره کړ او دا یې د خپل ټیم په وړاندې د ناوړه کړنو دوام وباله.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایې چې د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د ټولو سل فیصده رایو بیا تفتیش د څو ورځو ځنډ وروسته د یکشنبې په ورځ غرمه مهال بیا پیل شو.

ټاکل شوې وه چې د رایو دا تفتیش د یکشنبې د سهار په وو بجو پیل شي، خو د کمیسیون ویاند نورمحمد نور وویل، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د څارونکو د نه حاضریدو په خاطردا بهیرپه لومړي شفټ کې پیل نه شو.

نوموړي وویل، سره له دې چې دوی د عبدالله عبدالله څارونکو ته انتظارهم وکړ، خو د نوموړي څارونکي کمیسیون ته حاضر نه شول، ترڅو د رایو تفتیش وڅاري.

ښاغلي نور وویل، چې د عبدالله عبدالله په مشری د اصلاحاتو اوهمپالنې د ټیم ټولې معقولې غوښتنې منل شوي او د دوی هیله دا ده چې خپل څارونکي د تفتیش پیل شوي پروسې ته ولیږي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به په پروسه کې کوم خنډ منځته نه راځي او د رایو بیا څیړنه به په نورمال ډول په دوه شفټونو کې د دوه سوه ټیمونو له خوا پرمخ ځي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي دفترمشر بریالي ارسلایې د رایو د تفتیش د پيلیدو په اړه په یوه خبري غونډه کې غبرګون ښکاره کړ او دا یې د ناوړه کړنو دوام وباله.

نوموړي وویل چې؛ د دوی هیله داوه چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د وړاندیزونو د منل کیدو وروسته د تفتیش پروسه پیل شي، خو په خبره یې داسې څه ونه شول او غوښتنې یې هم ونه منل شوې.

په ورته وخت کې د تحول او تداوم ټيم استازي داود سلطانزوی د رایو د تفتیش په ځای کې ازادی راډیو سره په خبرو کې د تفتیش پروسې د بیا پیل په اړه خوښي وښوده او ویې ویل چې د دوی ټیم څآرنې ته اماده دی.

نوموړي د اصلاحاتو او همپالنې له ټیمه هم وغوښتل چې د ملت اندیښنې پای ته ورسوي او د رایو بیا تفتیش ته حاضر شي.

په ورته وخت کې خلک او د انتخاباتي چارو کارپوهان اندیښنه ښیې چې د یوه ټیم پرته د پروسې پیل به بیا د دې سبب شي چې دا پروسه وځنډول شي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چاروکو په وینا د پروسې د بیا دریدو لپاره هیڅ کوم خنډ په مخکې نشته او د تفتیش د پروسې څخه ۲۱۷۷ نړیوالو او ملي څارونکو ددې کمیسیون سره ځانونه ثبت کړي دي.