ننګرهار: په حصارک ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عملیات پيل کړي

د ننګرهار چارواکي وايې، چې په حصارک ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عملیات پيل کړي.

د دې ولایت د والي ویاند احمدضيا عبدالزي ازادي راډيو ته وویل، چې د کورنيو چارو وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو تیره شپه د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عملیات پيل کړي، چې اوس هم دوام لري.

نوموړی وايي، د دې عمليآتو په جریان کې تراوسه شپږ تنه وسله وال وژل شوي او پنځه تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلي عبدالزي وویل چې له نن سهار راهیسې په چپرهار ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې،چې لا هم دوام لري.