په افغانستان کې مېشت نړېوال ځواکونه (ايساف) وايې، چې د دوي یو سرتیری د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی.
د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایساف یاد سرتیري، د هغو ټپونو له امله سا ورکړې، چې په غیرجګړه ییز ډګر کې ورته پیښ شوي دي.
ایساف، د وژل شوو سرتیرو د هویت او د پیښې د کره ځای په اړه څه نه دي ویلي.