ډيلي بیسټ: په افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې

نړېوالو ورځپانو د افغانستان د امنیتي وضعیت او له امریکایانو سره افغان کارکوونکو ته د ویزو د ورکولو په اړه مطالب خپاره کړي.

ډيلي بیسټ:

ډيلي بیسټ ورځپاڼې په يوه ليکنه کې د افغانستان امنيتي حالات څېړلي.

ورځپاڼه په پيل کې وايي، د افغانستان په هر ځای کې د مرګ نښه ليدل کېږي.

د ډيلي بيسټ له ليکنې سره سم؛ د تېرې يوې مياشتې حملو وښودله چې په افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې.

ورځپاڼه زياتوي، نړيوال ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تياري نيسي او د دوی دا پروسه څو نومونه لري؛ لکه وراني، د انتقال بهير، د ځواکونو د شمېر کموالي او بشپړ وتل.

ډيلي بيسټ ورځپاڼه وړاندې ليکي؛ ډېر امريکايان په افغانستان کې ژوند داسې انځوروي چې؛ يوه لېري سيمه ده، پوځيان د ژوند په ناسم وضعيت کې تل په جګړه کې ښکېل دي.

د ډيلي بيست د ليکنې ليکوال وايي؛ چې حقيقت ښايي په افغانستان کې لږ شمېر بهرنيو پوځيانو ته دغسې وي؛ خو اکثره بهرني پوځيان په افغانستان کې د امريکا په شان ژوند کوي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بيا افغان ترجمانانو ته د وېزې د ورکولو په اړه ليکنه چاپ کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې، د امريکا مشرانو جرګې هغو افغان ترجمانانو ته، چې د امريکا له پوځ سره يې کار کړي د نورو وېزو د ورکولو پروګرام تصويب کړ.

د مشرانو جرګې د دواړو ګوندونو غړيو د جمعې په ورځ يوه طرحه تصويب کړه؛ چې پر اساس يې زرو نورو افغان ترجمانانو ته؛ چې د امريکا له پوځ سره يې کار کړي او هڅه کوي چې، امريکا ته د تګ موقع لاس ته راوړي؛ وېزه ورکول کېږي.

مشرانو جرګې په يوه خوله دا طرحه وروسته له دې تصويب کړه چې؛ تېره اوونۍ دې ته ورته طرحه د امريکا د استازو جرګې غړيو تصويب کړه.

واشنګټن پوسټ ورخپاڼه ليکي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په يوه پيغام کې وويل؛ د دې طرحې تصويب موږ ته دا امکان راکوي چې؛ هغو مستحقو کسانو ته وېزې صادرې کړو چې؛ له موږ سره يې په صداقت کار کړی دی.