د لوګر چارواکي وایې، د وسله والو مخالفینو لس تنه سرګروپان په دغه ولایت کې وژل شوي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ولایت د چارواکو په حواله وایې، دغه کسان پرون په پل علم او برکي برک ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ازادۍ راډیو ته ویلي، چې دغه کسان ترتعقیب لاندې وه او د شنبې په ورځ د ایساف هوایې ځواکونو په ملتیا د افغان قواوو د عملیاتو په نتیجه کې ووژل شوه.
د چارواکو په خبره درې تنه افغان ځواکونه په دغوعملیاتو کې ټپیان شوي دي.
بل خوا د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ چارواکو هم راپور ورکړی چې د دولتي ځواکونو پر پوستو د وسلوالو مخالفینو په برید کې لسګونه تنه مخالفین وژل شوي دي.
وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.