د پاکستان پوځ وايي، په باجوړ قبایلي سیمه کې د افغانستان له خاورې څخه د ډزو په نتیجه کې د هغه هیواد یو حکومت پلوی ملیشه وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ پرته له دې چې د برید کوونکي هویت ځانګړی کړي؛ ویلي چې، دغه پاکستانی ملیشه پرون د باجوړ سیمي په چاغي نومي لارې کې د افغانستان له خاورې څخه په برید کې وژل شوی دی.
په وروستۍ یوې اونۍ کې دا دوهم ځل دی چې؛ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر پوځيانو د برید راپورونه ورکول کیږي.
تیر ځل په کښته دېر سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې په برید کې نهه پاکستاني سرتیري وژل شوي وو؛ چې د متقابلو ډزو په نتیجه کې برید کوونکي تر شا شول.
کابل او اسلام آباد دواړه یو بل تورنوي چې وسله والو مخالفینو ته یې ځای ورکړی دی.