د ګردیز - خوست لویه لار د وړو موټر پرمخ خلاصه شوې ده

د ګردیز او خوست ترمنځ لویه لار چې د سټو کنډو په برخه کې د غره د ښیېدو له امله بندې شوه وه؛ د خلکو او امنیتي ځواکونو په مرسته د کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.

په سیمه کې د آزادي راډیو خبریال وایي، سړک د شلو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پر مخ بیخي بند و او زیات شمېر مسافر او موټرونه دواړو خواو ته له ستونزو سره مخامخ وو.

دی وایي، د پکتیا ولایت چارواکو د سړک د پرانستلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی او زیات شمیر چارواکي په خپلو دندو کې نشته:

"لار د یوه ټراکټور پواسطه دومره خلاصه شوې چې؛ یوازې له یو لورې کوچني موټر پرې تېرېدای شي. هیڅ کوم دولتي چارواکی په سیمه کې نه لیدل کیږي."

د ګردیز - خوست لار له کلونو کلونو راهیسې په ډير بد حالت کې ده او په خاص ډول د سټو کنډو په برخه کې موټرچلوونکي او مسافر له زیاتو ستونزو سره مخامخ کیږي.

د سیمې اوسیدونکي په افغان دولت انتقادونه کوي چې؛ د نړېوالو د ملیاردونو ډالرو مرستو څخه یې سمه ګټه نه ده اخیستي او دا مهمه او حیاتي لار د پخوا په څير په ډیر بد حالت کې پاته ده.