په افغانستان کې د رايو د تفتيش پروسه بيرته پیليږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون ويلي دي چې؛ د ولسمشريزو ټاکنو تفتيش ته به د شنبې په ورځ ادامه ورکړل شي.

د ۸ مليونه څخه زياتو رايو بېرته شمېرنه به تر څو اوونيو وخت وغواړي او دا کار به د راتلونکي ولسمشر ټاکنه تر دې هم ډېره وځنډوي. ولسمشر کرزی د طالبانو د دورې وروسته د هیواد يوازينی ولسمشر پاتې شوی دی. ښاغلي کرزي غوښتنه کړې ده، چې د رايو بېرته شمېرنه دې ژر تر ژره پيل شي.

د افغانستان د جون ۱۴مه د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو د نتيجو له مخې؛ د ماليې پخوانی وزير اشرف غني احمدزی تر خپل مخالف کانديد چې د هيواد د بهرنيو چارو وزير اوسېدلی دی؛ ډېر مخکې و. خو دواړو خواوو ادعا کوله چې؛ په دې انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

د اسوشيېټډ پريس په وينا، له هغه وروسته چې افغانستان له یوه لوی سياسي بحران سره مخامخ شو؛ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د دواړو کانديدانو تر منځ روغه جوړه وکړه او دواړو خواوو ومنله چې، د ټولو رايو دې له سره تفتيش وشي.

دوی دا هم ومنله چې دا تفتيش به د کورنيو او بهرنيو څارونکو مخ ته تر سره کيږي او په پايله کې به يې د ملي وحدت حکومت رامنځته شي. خو ډېر ژر دغه پروسه د دواړو کانديدانو د ټيمونو تر منځ د دليلونو قرباني شوه.

انتخاباتي چارواکو تېره اوونۍ د تفتيش پروسه د اختر او د دواړو خواوو تر منځ د اختلافاتو له کبله ودروله. د افغانستان د خپلواک کميسيون مشر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي ويلي دي چې؛ د دواړو کانديدانو له خوا يوه نوې طرحه منل شوې ده چې؛ له مخې به ېې د تفتيش پروسه دوام مومي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو استازي يان کوبش وويل:

"د شنبې په ورځ به موږ د رايو د تفتيش پروسه بيرته پيل کړو. موږ له دواړو کانديدانو او د دوی د ټيمونو د استازو څخه احترامانه غوښتنه کوو چې؛ د رايو د تفتيش لپاره دې د انتخاباتو د خپلواک کميسون سره پوره همکاري وکړي چې؛ دوی وتواتنيږي دا پروسه په ښه توګه د ټاکل شوي چوکاټ سره سمه بشپړه کړي."

خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بيا وايي چې؛ په دې طرحه کې د دوی يوې مهمې غوښتنې ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د عبدالله عبدالله په مشری د دې ټيم وياند سيد فاضل سانچارکي ازادي راډيو ته وويل چې؛ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم غړي به د شنبې په ورځ د رايو د شمېرلو په بهير کې ګډون نه کوي. ده زیاته کړه:

"تر هغه وخته چې زموږ ملاحظات په جدي توګه په نظر کې نه وي نیول شوي؛ موږ نه شو کولای په دې بهیر کې برخه واخلو هغه که د شنبې ورځ وي او که بله ورځ، ځکه موږ ته تر اوسه قناعت نه دی راکړل شوی.

که چیرې تفتیش د تفتیش په خاطر وي کولای شي پیل یې کړي. خو که تفتیش د انتخاباتو د شفافیت د تامین لپاره وي؛ په دې کړنلاره او په دې بڼه دا هدف نه تر لاسه کیږي.“

خو د اشرف غني احمدزي په مشر د بدلون او دوام انتخاباتي ټيم بيا د دې کړنلارې هرکلی کړی دی. د بدلون او دوام د ټيم وياند طاهر ظهېر په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

”که څه هم موږ د دې طرحې د ځینو برخو په اړه خپل ځانګړې ملاحظات درلودل او لرو یې، خو سره له دې هم د دې کړنلارې هرکلی کړی او ملاتړ یې کوو. اوس چې د ملګرو ملتونو سازمان طرحه جوړه کړې؛ فکر کوم نور داسې کوم دلیل نه شته چې بیا هم د رایو د ارزونې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. بلکې د دې طرحې پر بنسټ باید د رایو د اروزنې پروسه لا چټکه شي.“

ولسمشر کرزي موافقه کړې ده چې تر هغه وخته چې نوی ولسمشر نه وي ټاکل شوی، دی به خپلې دندې ته دوام ورکړي. لومړی د راتلونکي ولسمشر د لوړي مراسم د اګست په دوهمه ټاکل شوي وو.