د امریکا سنا، جان تفت John Tefft روسیې ته د نوي سفیر په دندې تائید کړ.
ښاغلي تفت د جولای په ۲۹مه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډه کې خبرې وکړې او په هماغه ورځ د کمیټې له خوا تائید شوی و؛ چې په تعقیب یې د سنا غړیو د پنجشنبې په ورځ د هغه د تایید لپاره رايې ورکړي. دا د تائید غیرعادي چټکه عملیه وه.
ښاغلی تفت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د اوږدې مودې ډیپلوماټ دی او د ساړه جنګ په کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت کې د شوروي اتحاد په څانګه کې کار کاوه.