ملګرو ملتونو د ولسمشرۍ د دویم دور انتخاباتو د ټولو رایو د ارزونې په بهیر کې د هر ډول ځنډ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي، په دې بهیر کې هر ډول ځنډ به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضیعت ډیرې ناوړه اغیزې ولري.
ټاکل شوې ده چې، د ټولو رایو د ارزونې بهیر به سبا (شنبه) له یو ځنډ وروسته له سره پیل شي.
په داسې حال کې چې د دې بهیر د پیل راهیسې دوه اونۍ وتلي،؛ تر اوسه د کاندیدانو د ملاتړو تر منځ د ځینو اختلافاتو له کبله درې ځلې دا بهیر ځنډیدلی دی.