نورستانی: د رایو د تفتیش درول شوی بهیربه راتلونکې شنبې ته پيل شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د رایو د باطلیدو هغه کړن لاره نهایي شوې، چې د یوناما له خوا او د دواړو کاندیدانو په مشورې دې کمیسیون ته وړاندې شوې وه.

د دې کمیسیون مشراحمدیوسف نورستاني نن په کابل کې خبریالانوته وویل، چې د رایو د تفتیش درول شوی بهیربه راتلونکې شنبې بیرته پيل کړي.

له دې وړاندې د رایو د باطلیدو کړن لاره د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله پلویانو ته د منلونه وه او په دې کړن لاره کې د ځینوملاحظاتوله امله د رایو تفتیش د دریم ځل لپاره وځنډید.