یوه امریکایي مخکښ ډموکراټ سناتور د اوکراین پوځ ته د دفاعي مرستو ورکولو غوښتنه وکړه. د امریکا ولسمشر بارک اوباما تر اوسه پورې له دغه اقدام څخه ډډه کړې ده.
د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر سناتور کارل لیوین پرون له یوې غونډې وروسته وویل، چې دغه مرستې به پارونکي نه وي، خو په هغو کې به زرهي وسلې، مهمات او له ځمکې هوا ته توغندي شامل وي.
اوباما دوه ورځې مخکې د اوکراین پوځ ته د وسلو ورکولو خبره رد کړې وه او ویلي و، چې په اوس وخت کې مساله دا نه ده چې اوکراین د بیلتون غوښتونکو په وړاندې د جګړې توان نه لري.
سناتور لیون د اوباما د ادارې دغه څرګندونې رد کړې او ویي ویل، چې د اوباما څرګندونې ده ته د قناعت وړ نه دي چې ویلي یي دي سوله ییز حل ته سترګې په لاره دی.