د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان وروستی ادعا رد کړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وایي، په وروستیو کې د افغانستان له خاورې څخه وراوښتو طالبانو د پاکستاني ځواکونو پرپوستو برید کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم په اسلام کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر پرون د دې لپاره احضار شو چې اسلام اباد د افغانستان له لوري په کوز دیرکې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې د طالبانو د حملې په وړاندې اعتراض وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق ازادۍ راډیو ته په خبرو کې دغه ادعا بې اساسه وبلله او ویي ویل، چې پاکستان په دې ډول اعمالو سره غواړي پر هغو سرغړونو پرده واچوي چې د افغانستان پر ضد یي د ډیورند د کرښې له هاغې غاړې کوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې؛ د کوز دیر په نښته کې د دوی امنیتي ځواکونو حمله کوونکي طالبان ځپلي او لږ تر لږه ۷ تنه یې وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.