نجیب الله الوخېل
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې نن سهار د وسله والو له لوري د یاد ولایت د یحیاخېلو ولسوالۍ د مټاخېلو په کلي کې یو تن دیني عالم ووژل شو.
د پکیتکا ولایت د مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی دیني عالم مولوي عبدالرحمان نومیده، چې د ملااصغر په کلي کې يې امامت کاوه او د جمعې جومات خطیب هم وو.
چارواکي د دې وژنې لامل دا بولي، چې وژل شوي عالم د اختر په لومړی ورځ په خپل خطاب کې د ملکي وګړو وژنه نارواء او د اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې عمل بللې وو، چې له همدې کبله وسله والو مخالفینو نن ورځ نوموړی د یو تروریستي برید پرمهال وواژه.
پکتیکا والي محب الله صمیم د یوې اعلامیې د خپریدا له لارې د دې برید غندنه کړې او ویلي يې دي، چې وسله وال له یوې خوا زموږ ملکي خلک وژني او بل لوري ته دیني عالمان هم نه پریږدي، چې د دا ډول کړنو په اړه څه ووايي او خلکو ته يې په اړه دیني ارشادات واوروي.
محب الله صميم د افغانستان او نړۍ د دیني عالمانو په ځانګړي ډول د علماوو د سراسري شورا څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په باب خپل دریځ په ډاګه کړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې وژنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.