کلیمکین پر روسیې باندې د امریکا او اروپایي اتحادیي د بندیزونو هرکلی کوي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پاولوکلیمکین وایي، د هېواد په ختیځ کې له روس پلویو بیلتون غوښتونکو څخه د مسکو د ملاتړ په غبرګون کې پر روسیې باندې د امریکا او اروپایي اتحادیي د نویو بندیزونو هرکلی کوي.

کلیمکین دغه راز په واشنګټن کې رویترز اژانس سره مرکه کې ویلي، اوکرایني ځواکونه به د هېواد په ختیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې ملکي سیمو باندې بمباري ونه کړي.

اوکرایني ځواکونو په دي وروستیو کي له بیلتون غوښتونکو څخه یو شمیر ښارګوټې او کلې نیولې، خو تورونه پري لګیدلې چې په ملکي سیمو یي سخته بمباري کړیده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، امریکا ته د خپل دوه ورځنې سفر په جریان کې له مرستیال جمهور رئیس جوبایډن او د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره وکتل او وایي، دا په روسې پوري اړه لري چې په یاغیانو کې له خپل نفوذه کار واخلي او د یاغیانو هغه مهم مشران چې روسي اتباع دي، بیرته واخلي.

دی وایي، په نهایت کې به یو سیاسي حل د اوکراین کړکیچ پای ته رسوي.