ولسمشر کرزي د خپل د تره پر زوی شوی انتحاري برید به کلکه غندله

افغان ولسمشر حامد کرزي پر حشمت کرزي پرونی برید چې نوموړی په کې ووژل شو، په کلکه غندلی دی.

د و لسمشرۍ دفتر څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې؛ ولسمشر کرزی وايي، د دوی کورنۍ هم د دغو بریدونو څخه مستثنی نه ده او زیاتوي چې دوی قربانۍ ته آماده دي.

دغه راز د افغانستان د مشرانو جرګې هم د نوموړي پر وژنه خواشیني ښودلې او دا یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بللی دی.

د ولسمشر کرزي د کاکا زوی حشمت کرزی پرون په کندهار کې په خپل کور کې د یوې انتحاري حملې په نتیجه کې ووژل شو.

برید کوونکی پرون د اختر مبارکۍ په پلمه د نوموړي کور ته ورغلی او په ځان پورې تړلي مواد یې وچول.

د کندهار چارواکي وايي، په دې پیښه کې یو بل ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

حشمت کرزی په کندهار ولایت کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتې کمپاین مسول و.