دافغانستان د پښتو ژبې پيژندل شوې هنرمنده ښاپيرۍ نغمه د ازادۍ راډیو د مشال څانګې په اختریزو خپرونه کې میلمنه وه.
نغمه چې دامهال په امریکا کې استوګنه لري وايي ، له وطنه لرې اخترونه پرې پیکه لګیږي او تل د وطن د اخترونو ارمان کوي.
ښاپیرۍ نغمه له یوې اوږدې مودې راهیسې سندرې وايي او د ژوند په هر پړاو کې یې خپل مینه وال له لاسه نه دي ورکړي.
نوموړې وايي د خپل هنر له برکته یې د ټول افغانستان زړونه خپل کړي دي او خلک هغې ته ځانونه ډیر نږدې احساسوي.
مېرمن ښاپیرۍ ددې ترڅنګ چې له ازادۍ راډیو سره یې خبرې وکړې، خپلې ځینې نوې ثبت شوې سندرې یې هم په اول وار ډالۍ کړلې چې د مرکې په منځ منځ کې یې اوریدلای شئ :
دغه مرکه نجيب عامر ورسره کړې ده
Your browser doesn’t support HTML5