واشنګټن په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مذهبي ازادي په نړېوال راپورکې وايي، په نړۍ کې په دې وروستیو کې تربل هر وخت زیاتې مذهبې ډلې اړ شوې چې له خپلو کورونو وتښتي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې راپورکې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو راغلي، د ګردې نړۍ په هر کونج کې میلونونه عیسویان، مسلمانان هندوان اود نورو مذهبونو پیروان اړ کړی شوي چې د خپلو مذهبي عقایدو له کبله خپل کورونه پریږدي.
په راپور کې د ایران یادونه شوې ده چې پر هغو مذهبي ډلو یې په ۲۰۱۳ م کال کې سخت محدویتونه ولګول چې ددې هیواد د دولت له خوا د تایید شوو مذهبونو پیروان نه دي.
راپور وايي، په تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې مذهبي فعالیتونه یوازې هغه مهال قانوني بلل کیږي چې د دولت په اجازه ترسره شي.
په راپور کې پاکستان هم ملامته شوی چې لا هم مقدساتو ته د سپکاوي قوانین عملي کوي.