اوکراین له امریکا څخه د اضافي امنیتي مرستو غوښتنه کړې

اوکراین د امریکا له متحدوایالتونو څخه د اضافي امنیتي مرستو غوښتنه کړې. دا غوښتنه په هغو ټیلفوني خبرو کې شوې ده چې؛ د دوشنبې په ورځ د اوکراین د دفاع وزیر والیري هیلیټي او د امریکا د دفاع د وزیر چک هیګل تر منځ شوې دي.

هیګل د اوکراین د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات به پر دا ډول غوښتنو غور وکړي او دا کار به په کییف کې د امریکا د سفارت له لارې پیل کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې د اوکراین په ختیځ کې هغې سیمې ته نژدې چې مالیزیايي الوتکه په کې غورځیدلې وه د اوکرایني ځواکونو او روس پلوو بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړې زور اخیستی.

د امریکا متحده ایالات د اوکراین حکومت سره د دري دیرشو میلونو ډالرو په ارزښت داسې پوځي مرستې کوي چې وسلې په کې نه دي شاملې.