بانکي مون په غزه کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون په غزه کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د غزې خلک هیچرې د وتلو لاره نه لري او دوی د جګړې په ډګر کې بند پاتې دي.

بان کي مون وویل، د دواړو خواوو مشران باید د روان قتل عام د بندولو لپاره سیاسي اراده وښيي:

″په داسې حال کې چې نړۍ کوچنی اختر لمانځي، دا د بشرپالنې له مخې د بې شرطه او سمدستي اوربند د ټینګولو وخت دی. دا تاوتریخوالی باید د بشریت په نوم پای ته ورسیږي.″

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د بانکي مون له څرګندونو لږ وروسته په واشنګټن کې خبریالانوته وویل، په غزه کې د کړکیچ د هوارې هره دوامداره او معقوله لاره باید د حماس او نورو تروریستي ډلو بې وسلې کولو ته شرایط برابر کړي.

نوموړې زیاته کړه واشنګټن به له اسرایلو، په سیمه کې له خپلو نورو متحدینو او نړیوالې ټولنې سره له نژدې کار وکړي څو دې هدف ته ورسیږي.

تردې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په وختي، په خپله بیړنۍ غونډه کې له اسرایلو او حماس دواړو څخه غوښتي وو، چې د بشري خواخوږۍ له مخې د اختر په ورځو کې او ترې وروسته یو اوربند ومني او په بشپړه توګه یې عملي کړي.