بیدار: بندیان باید د یو عدالتي جریان له مخې خوشې کړای شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي؛ بندیان باید د یوې عدلي او قضايي پروسې له بشپړو څیړنو وروسته خوشې کړای شي؛ نه دا چې د سیاسي او اداري فرمانونو پر اساس.

د دغه کمیسیون مسوولین په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې؛ تمه ده په نږدې راتلونکي کې یوشمېر بندیان د وړوکي اختر په مناسبت د افغان ولسمشر حامد کرزي د تازه فرمان له مخې له بند راخوشې شي او د ځینو د بند په موده کې کمښت راشي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له ویاند رفیع الله بیدار سره زموږ همکار صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتنه کړې چې؛ د فرمانونو له مخې د بندیانو د راخوشې کولو په اړه د یاد کمیسیون غبرګون څه دی؟

Your browser doesn’t support HTML5

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له ویاند رفیع الله بیدار سره مرکه