یوناما د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکي افغانانو پر وژنه سخت خپګان څرګند کړ

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر افغانانو ته د کمکي اختر د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکي افغانانو پر وژنه سخت خپګان څرګند کړی. یوناما په خپل بیان کې هیله څرګنده کړې چې افغانان به د اختر ورځې په امن او خوشالۍ کې او له تشدد پرته تېرې کړي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې عالي شورا له وسله والو مخالفینو غوښتي چې د کمکي اختر په مناسبت دې سولې ته غاړه کېږدي.

همداراز د افغانستان د علماوو سراسري شورا د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او اوربند ته دې غاړه کېږدي. یوناما، د سولې عالي شورا او د افغانستان د عالمانو شورا دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په خونړیو حملو کې ګڼ شمېر افغانان چې اکثر ملکی وګړي دي ووژل.