افغان سکان او اهل هنود هم د اختر په جشنونو کې برخه اخلي

Your browser doesn’t support HTML5

یو شمیر افغان سکان او اهل هنود وايي، دوی هم په افغانستان کې له مسلمانانو سره د اختر په ځینو مراسمو کې ګډون کوي. دوی وايي، چې د مسلمانانو د هرکلي لپاره د اختر په ورځو کې ځانګړي خواړه او میوې تیاروي. دا مهال سلګونه افغان اهل هنود او سک کورنۍ د کابل په ګډون د هېواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې ژوند کوي چې؛ افغان مسلمانان هم د دوی په ځینو مراسمو کې ګډون کوي.