کندهار: د امنیه قومندانۍ پر مېلمستون وسله وال برید پای ته ورسېد

په کندرها ولایت کي د امنیه قوماندان پر میلمستون د وسله وال طالبانو ډله ییزه حمله پای ته ورسیده.

د ازادي راډیو خبریال وایي، چې د پیښې ځای ته نږدې یوازې د پنځو حمله کوونکو جسدونه لیدل کیږي او تراوسه پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

نن سهار اته بجې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالبانو د امنیې قومندانۍ اړوند یوه میلمستون باندې ډله ییزه حمله وکړه، چې نږدې څلور ساعته یې دوام وکړ.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسوولیت منلی دی.