غور: د وسله والو په کمین کې یو پولیس وژل شوی دوه ټپیان شوي دي

په غور ولایت کې د حکومت د وسله والو مخالفانو په یو کمین کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوې دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د څلورو وسله والو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.

خطیبي ویلي، دا نښته د شنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې؛ د تولک ولسوالۍ د امنیې قومندان غوښتل د رسمي کارونو لپاره د ولایت مرکز فیروز کوه ته سفر وکړي.

د یو بل خبر له مخې د غور د والي ویاند ویلي؛ د طالبانو یو ماهر ماین اېښودونکی هغه مهال په خپل مین وژل شوی چې؛ غوښتل یې د دولینه ولسوالۍ د شاجوی په سیمه کې یې ځای پر ځای کړي.