د ننګرهار په خوګیاڼو کې د طالب وسله والو او محلي پولیسو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډيو ته ویلي، چې نن سهار وختي شاوخوا څلور بجې د خوګياڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې وسله والو طالبانو د محلي پولیسو په پوسته برید ترسره کړ؛ چې وروسته نښته رامنځته شوه.

د ولایت ویاند احمد ضيا عبدلزی وايي په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږتنه نور زخميان شوي دي.

نوموړی وايي، په دې پيښه کې دوه تنه محلي پولیس هم وژل شوي دي.

بل خوا وسله والو طالبانو بیا په دې نښته کې د خپلو څلور تنو ملګرو زخمي کېدل منلي او د شل تنو امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې اړولې ادعا کړې.