"د یوه ترکي وګړي په ګډون۷۶ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي"

له مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي؛ په سرطان میاشت کې د یوه ترکي وګړي په شمول ۷۶ تنه د مخدره موادو او الکولو د قاچاق په تور نیول شوي.

دې ادارې په خپله اعلامیه چې نن یې خپره کړې ویلي؛ دا کسان په بیلابیلو ولایتونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي او اوس وخت ترې تحقیقات روان دي.

د اعلامیې له مخې په مجموعي توګه نهه ویشت زره او اووه سوه او څلور پنځوس کیلوګرامه هیروین؛ پنځه سوه او یو نوي زره او پنځه سوه او پنځه اویا کیلوګرامه تریاک او درې سوه او پنځه اویا زره او پنځه سوه اته اتیا کیلوګرامه چرس له دغو نیول شویو کسانو څخه مهم ترلاسه شوي مخدر مواد جوړوي.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ويلي؛؟ د قانون په رڼا کې به د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته نیول شویو کسانو ته سزاوې ورکړل شي.