یونا: کاندیدانو د م.م د وړاندې شوې طرحې له تطبیق سره موافقه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي د جمهوري ریاست کاندیدانو د انتخاباتو کمیسیون له لوري د ملګرو ملتونو د وړاندې شوې طرحې له تطبیق سره موافقه کړې.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې چې نن یې خپره کړې ویلي؛ اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څرګنده کړې چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له دې دریځ ملاتړ کوي چې؛ د رایو د تفتیش په اړه د ملګرو ملتونو د طرحې په اساس کار مخته یوسي.

اعلامیه زیاتوي چې ملګري ملتونه د دواړو کاندیدانو له دې دریځ څخه چې د دوی له طرحې یې ملاتړ کړی هرکلی کوي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هڅوي چې؛ په داسې حساسو شرایطو کې د دې طرحې پر اساس کار مخته یوسي.

په دې طرحه کې د تفتیش ټولې تخنیکي او مهمې برخې لکه په سیستم کې د رایو د داخلیدو څرنګوالی او ځینې نور مسایل شامل دي.

ملګرو ملتونو په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې؛ د رایو د تفتیش پروسه له نن غرمې راهیسې یو ځل بیا ځنډیدلې.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د رایو د تفتیش د معیارونو په دولسمه او شپاړسمه ماده کې د وضاحت د نشتوالي په خاطر د دې پروسې د ځنډولو غوښتنه کړې.

دا پروسه دوه وار مخکې هم په تېره اوونۍ کې وځنډیده.