د ملي شورا د غړو د حقونو او امتیازاتو د مصونیت قانون د تصویب په اړه د ولسي جرګې ځینو غړو او د مدني ټولو یوشمیر بنسټونو غبرګون وښود.
د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو د شبکې رییس محمد سنګر امیرزاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ دا قانون د اساسي قانون پر خلاف دی او ولسمشر کرزی یې باید توشیح نه کړي.
د ولسي جرګې ځینو وکیلانو هم د یاد قانون له طرحې او تصویب سره سخت مخالفت وښود؛ خو دا قانون د تېرې سه شنبې په ورځ د ملي شورا د دواړو جرګو په ګډه کمیټه کې په ځينو بدلونونو سره تصویب شو.
د ملي شورا ګډې کمیتې د دې قانون یوازې هغه دوه مادې حذف کړي؛ چې له مخې یې د ملي شورا غړو ته له دندې وروسته پنځه ویشت فیصده تنخوا او دوه ساتونکي په نظر کې نیول شوي وو.
خو د قانون نورې مادې تصویب شوي دي.