پرغزې تړانګې د اسراییلو د حملو د غندلو لپاره په کابل کې خلکو مظاهرې روانې دي

پرغزې تړانګې د اسراییلو د حملو د غندلو لپاره نن جمعه د کابل ښارپه څو سیمو کې خلکو مظاهرې کړي.

مظاهره چیان له نړېوالو غواړي پرغزې تړانګې د اسراییلو حملې چې په کې ملکیان وژل کیږي باید ترې مخنیوی وشي.

له دې مخکې هم په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د فلسطینانو د وژل کیدو له امله خلکو مظاهرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم منځني ختیځ ته په خپل وروستي سفر کې د اسراییلو دا حملې چې په کې بیګناه فلسطینیان وژل کیږي وغندلې او د ژرترژره بندیدو غوښتنه یې وکړه.

اسراییلو وروسته له هغې پرغزې تړانګې تازه حملې پیل کړې چې د رپوټونو له مخې درې اسراییلي ځوانان د حماس ډلې له خوا ووژل شول.

په دغو حملو کې تردې دمه ۷۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.