ولسمشرحامدکرزي د تخارد خواجه غار ولسوالۍ هغه چاودنه وغندله، چې له امله یې شپږ ملکیان ووژل شول او اته ویشت نور ټپیان شول.
د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرکرزي د دغې پیښې د قربانیانو کورنیوته تسلیت ویلی او دا عمل یې بشریت ته سپکاوی بللی دی.
چاودنه نن له غرمې مخکې د خواجه غار ولسوالۍ په بازار کې په یوه موټر سایکل کې د ځای پرځای شوو چاودیدونکو موادو له امله شوې ده.