استرالیا پنځوس پولیس اوکرایین ته لېږي څو د ملګروملتو د ډلې د غړیو په توګه د مالیزیايي الوتکې د لوېدو ځای وساتي.
د استرالیا صدراعظم توني ابوټ وویل، استرالیايي پولیس لومړی لندن ته ولېږل شول:
«زه ویلی شم چې د استرالیا حکومت مخکې تر مخکې لندن ته ۵۰ پولیس لېږلي. موږ حاضر یوو چې اوکرایین ته استرالیايي پولیس ولېږو څو د ملګروملتو تر ادارې لاندې د یوه نړیوال ټیم د برخې په توګه د ځای ساتنه وکړي.»
د استرالیا صدراعظم توني ابوټ وویل، د استرالیا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیران نن کېیف ته ځي چې د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړي.
د دې یادښت پر اساس به د نړیوال ګڼ ملیتي پولیس ځواک لېږلو ته اجازه ورکړای شي.