ننګرهار: په خوګیاڼو کې پر محلي پولیسو انتحاري حمله شوې

د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ کې پرمحلي پولیسو انتحاري حمله شوې ده.

د ننګرهار ولایت ویاند احمدضياعبدالزي ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د پنجشنبې په سهارشاوخوا نهه بجې یوه ځان وژونکي بریدګر د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند د وزیرو په کرم خیلو ساحه کې پرمحلي پولیسو چاودنه کړې، چې د ملک نواب په نامه د محلي پولیس سرټيم په ګډون دوه تنه وژل شوي او یو بل محلي پولیس زخمي شوی دي.

وسله والو طالبانو ازادۍ راډيو ته په رالیږل شوي ټلیفوني پيغام کې د یادې پيښې مسولیت په غاړه اخیستی او زیاتوي، چې په دې پيښه کې ټول شپږ تنه محلي پولیس وژل شوي، خو امنيتي چارواکي د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي.