لږترلږه ۵۱ تنه پرون هغه مهال ووژل شول چې د ترانس ايشيا هوايي شرکت مسافروړونکې الوتکې په تايوان کې اضطراري ناسته وکړه.
لومړني معلومات ښيي چې الوتکه د تايوان د پيګو ټاپو په هوايي ډګر کې په سخته کښېناسته.
د تايوان رسنيو وويل، الوتکه د هيواد له يوې برخې بلې ته روانه وه چې له الوتلو لږ وروسته پکې اور ولګېد.
راپورونه وايي چې په الوتکه کې ۵۸ تنه سپاره ول.